خبرونهټولنه

په غزني کې د تېرو سېلابونو له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل، د تلې ۱۰مه، باختر

د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست مسوولين وایي چې سږکال د سختو اورښتونو او سېلابونو امله په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئيس مولوي عمر حقاني باختر آژانس ته وویل، چې دغه سېلابونو تر ۱۵۰ زره زیات مثمرې او غیر مثمرې ونې، ۳۰۰ د اوبو کاریزونه، تر ۱۸۰ ډېرې څاه ګانې او ۸۲ پلګوټي هم ویجاړ او زیانمن کړي دي.

حقاني زیاتوي چې یادو سېلابونو په دغه ولایت کې د بزګرانو ۹۰ سلنه کرنیز محصولات هم په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

نوموړي وویل، چې یوه اندازه مرستې د دوی، او نړیوالو موسسو او یو شمېر خیریه ټولنو لخوا د دغه ولایت پر سېلاب ځپلو وېشل شوي، خو هغه دا مرستې د بسنې وړ نه بولي او د نورو مرستو غوښتونکي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا