خبرونهښوونه او روزنه

خبرتيا

۲۶- کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر
د لوړو زده کړو د بنسټونو د رخصتۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا !
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابينې د لړم د٢٦مې د٢٥ ګڼې د پرېکړې له مخې؛ د کروناویروس د دويمې څپې د خپرېدو په دلیل د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه، دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسې (لېسانس، ماسترۍ او ډاکټرۍ) د لېندۍ له ٨مې څخه د روان کال د کب تر ١٥ مې رخصت دي.
د لوړو زده کړو ټول دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې پاتې درسونو ته په غيرحضوري (آنلاين ډول) دوام ورکړي.
د حضوري درسونو د پيل او د دغه سمستر د وروستيو آزموينو د اخيستو لپاره به محصلينو ته وروسته خبر ورکړ شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته