
کابل، د وري ۲۱مه، باختر
د غزني په ارشاد، حج او اوقافو ریاست کې د حج فریضې د اداکولو په موخه له ۵۱۲ ګډونوالو څخه د آزموینې لړۍ پیل شوه.
د دغه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالمنان مدني باختر آژانس ته وویل، چې یاده آزموینه د یوې مسلکي کمېټې له لوري چې شپږ غړي لري پیل شوه، چې له ډلې به یې ٢٦ کسان د ښوونکو په توګه وګومارل شي.
مدني زیاته کړه، چې یادو ګډونوالو تر لویې دورې دیني زده کړې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې سږکال دغه ولایت ته د عامو خلکو لپاره د ۹۴۰ تنو او د مجاهدینو لپاره د ۲۱۰ تنو د حج سهمیه په پام کې نیول شوې ده.
آریا