امنیت

درې تنه د يوې نجلۍ د وژلو په تور ونيول شول

باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
درې تنه نن په دايکنډي ولايت کې د يوې ځوانې نجلۍ د وژنې په تورونيول شول.
د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست انورمحمدي باختر آژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانوکې دوه ميرمنې او يو نارينه شته چې د يوې ١٤ کلنې  نجلۍ د  وژنې په تور درې ورځې مخکې د دايکنډي ولايت د سنګ تخت بندر ولسوالۍ د قول دستک په کلي کې ووژله شوه، ونيول شول .
د مقتولې د پلار د ادعا له مخې: د ده درې تنه ګاونډيان لومړى د ده لور وهلې او ډبولې او وروسته يې زندۍ کړې او وژلې يې ده.
ده زياته کړه چې د قضيې د روښانه کيدو په خاطر د پوليسو تحقيقات پيل شوي دي.
پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته