خبرونهښوونه او روزنه

په غزني کې د خلکو په شخصي لګښت د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي

کابل د تلې ۲۷ مه، باختر
د غزني د پوهنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د خلکو په شخصي لګښت د يو ښونځي لپاره ودانۍ جوړېږي.
د غزني د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبدالقيوم محمد د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دغه ولايت په دهيک ولسوالۍ کې د شاه ګل خېلو لومړني ښوونځي ودانۍ نه لرله، خو نن د سیمې خلکو له خوا د ۲۰۰ زرو افغانيو په لګښت د ياد ښوونځي لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
نوموړي د دهیک ولسوالۍ د خلکو یاده کړنه وستايله او دا کار يې د پوهنې څخه ملاتړ وباله.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د غزني په یو شمېر ولسواليو کې د خلکو په شخصي لګښت د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې وې.
اریا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا