ټولنه

دبدخشان دنجونومحصلانو د ليلې ودانۍ ګتې اخستنې ته وسپارل شوه .

کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
دبدخشان پوهنتون  دنجونو  دليلې  دودانۍ دجوړولو کار په دريو پوړونوکې بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
  دغه ودانۍ دالمان  په مرسته د ٥٣ مليونو افغانيو په لګښت د اووه جريبه  ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ د ٢٥٠ تنو نجونومحصلانو دمنلو ظرفيت  لري او له نړيوالو معيارونوسره سمه جوړه شوې ده .
  دبدخشان ولايت سرپرست شاه ولي الله اديب چې ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې برخه لرله دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ  په دريو پوړونوکې په پاخه  ډول له نړيوالو معيارونوسره سمه جوړه شوې ده او ديوې ليلې  په   ټولو  وسايلو  سمباله ده .
  ده زياته کړه  چې دغه ودانۍ  ٣٢ خونې لري  او نږدې  ٢٥٠ تنه محصلانې نجونې  پکې ځاييږي .
   دبدخشان ولايت دسرپرست  دڅرګندونوله مخې، ددغه پوهنتون  محصلانو پخوا په هغو کرايي کورونوکې شپې سبا کولې چې  دغه پوهنتون ته څيرمه  دي .
دبدخشان پوهنتون څه دپاسه  ٢٠٠٠ تنه محصلان لري چې په سلوکې  نږدې ٤٠ يې نجونې دي .
ددغې ودانۍ دجوړولو  کار درې کاله مخکې  پيل شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته