امنیت

يوه درې کسيزه ډله وسله وال غله په نيمروز ولايت کې ونيول شول.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
يوه درې کسيزه ډله وسله وال غله دنيمروز ولايت دامنيې قوماندان له جنايي جرمونو دمبارزې دپوليسو له خوا په دغه ولايت کې ونيول شول.
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد عمري دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه غله چې له څه مودې راپه دې خوا يې په دغه لايت کې دشخصي موټرو په غلا لاس پورې کاوه دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دپوليسو دهڅو او هاند له امله ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل : له نيول شويو کسانو څخه يو موټر هم ترلاسه شوى دى نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې دوسايطو دليږدونې په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى او قضيه څيړل کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته