
کابل، د غوایي ۳۰مه، باختر
د غزني په ثقافت ماڼۍ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ١٢٠٠ تنه هلکانو او نجونو تر منځ د تعلیم الاسلام سیالي ترسره شوه.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وویل، چې په یاده سیالۍ کې ۱۲٠٠ ځوانانو او پېغلو ګډون کړي و، او د دغه سیالۍ اصلي موخه د ځوانانو افکار په اسلامي عقایدو سمبال کول او ځوانان مطالعې ته هڅول دي.
نثار زیاته کړه، چې د تعلیم الاسلام لس غوره ګډونوالو ته بېلابیلي ډالۍ هم په پام کې نیول شوې او د دغه سیالۍ پایلي به د روان کال د غبرګولي میاشتي په ۱۰ مه نېټه اعلان شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سلګونو ځوانانو تر منځ د فکري روزنې تر عنوان لاندې سیالۍ په لاره اچولې وې.
آریا، لمر