امنیت

طالبانو د بر دره صوف ولسوال وتښتاوه

کابل/ د کب ٦ مه/ باختر
وسله والو طالبانو پرون ماښام د سمنګانو د بر دره صوف ولسوال له دوو ساتونکو سره يې وتښتاوه.
د کوز دره صوف ولسوال عبد اليقين احمدي باحتر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو             د سمنګانو د بر دره صوف د ولسوال احمدعلي حسني د سپرلۍ موټر د کوز دره صوف ولسوالۍ د چيچل غاښي په ساحه کې ودراوه؛ هغه او دوو ساتونکو يې نامعلوم ځاى ته بوتلل.
خبرځاى زياته کړه چې د طالبانو له منګولو څخه د هغوى د ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته