کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
جګره تېره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والوطالبانو پر پټنځي بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو پلان جوړاوه چې بريد پرې وشو.
په جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو د سر زيان نه دى اوښتى.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ