ټولنه

د مزار- کابل لويه لاره پرانستل شوه

مزارشريف- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د مزار- کابل لويه لاره پرون د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
د وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله د تاشقرغان د خلم او تنګي ولسوالۍ لويه لاره چې ويجاړه شوې وه؛ له لومړنيو جوړولو وروسته د دويم ځل لپاره د ترافيکو پرمخ  پرانستل شوه.
دبلخ ولايت د فوايد عامې رييس عنايت الله ظفر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د تاشقرغان د خلم او د تنګي ولسوالۍ چې د وروستيو سيلاوونو له امله ويجاړه شوې وه؛ د دوو سوه مترو په اوږدوالي د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت بياجوړه شوه.
ده زياته کړه: د دغې پروژې اساسي او بنسټيزکار د فوايد عامې وزارت د انجنيرانو له خوا له سروې وروسته پيليږي.
خبرځاى زياته کړه: د دې لارې په پرانستلو سره د فارياب، جوزجان ، سرپل او د بلخ ولايتونه د کابل مرکز او نورو ولايتونو سره نښلول کيږي.
د دغې لارې په پرانستلو سره مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه له سره په تلو راتلو پيل کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته