
کابل، د وري ۱۵ مه، باختر
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همغږۍ د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د غزني د بدني روزنې او سپورټ آمریت ویلي چې د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د امېد بلو او دلتمور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې یې د امېد بلو لوبډله وتوانېده، چې خپلې سيالې لوبډلې ته په ۱/۷ ګولونو توپير سره ماتې ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د شپې ترسره کېږي او هره شپه دوې لوبې کېږي چې یوه میاشت به دوام وکړي.
صدیقي