امنیت

په ننګرهار کې د دیارلسو تنو طالبانو وژل کیدل

جلال اباد باختر د وږي ۱۲ مه
د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور ټپیان شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو  طالبانو یوه قرارګاه هم له منځه وړل شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دغوعملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته