خبرونهروغتیا

په غزني کې د لسو ښوونځيو ودانۍ بیا رغول کېږ

کابل، د لړم ۲مه، باختر

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي لګښت د لسو ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي.

د غزني د پوهنې رئیس مولوي منیر منصور باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت په قره‌ باغ، آب ‌بند، خوگیاڼی، واغظ، اندړ، ده‌ یک، خواجه‌ عمری، مقر، او گیلان ولسوالیو کې د لسو ښوونځیو ودانۍ د یونیسف په مالي لګښت بیا رغول کېږي.

مولوي منصور زیاتوي، چې د یادو ښوونځیو د رغولو لګښت ۸ میلیونه افغانۍ کېږي چې د یونیسف موسسې له لوري ورکول کېږي.

د غزني د پوهني رئیس له نورو موسساتو هم وغوښتل، چې له دوی سره د ښوونځیو په رغولو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د ښوونځیو لسګونه ودانۍ د جګړو له امله زیانمنې شوي چې اوس مهال بیا رغولو ته اړتیا لري.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا