امنیت

په غزني کې د ماين په چاودنه کې دوه تنه ماشومان ووژل شول

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١٨ :

په غزني ولايت کې دوه تنه ماشومان د ماين په چاودنه کې ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.

دغه چاودنه پرون د ده يک په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر په  ښخ کړى شوي ماين وخوت .

دغزني ولايت وياند شفيق ننګ دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې دوه تنه ماشومان ووژل شول او څلور تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.

ده وسله وال طالبان ددغه  ماين د ښخولو مسوول وبلل او  ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

تر اوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دغې پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته