کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
دروزګان دجګړې له بې ځايه شويو کورينو سره د ديرشو مليونو افغانيو په ارزښت دخوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه .
دروزګان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې يو خبرځاى باختراژانس ته وويل: دغه بې ځايه شوي کورنۍ دروزګان ولايت له ناامنو سيمو څخه دجګړو له امله ددغه ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي . چې له دغو مرستو څخه يې گټه واخسته .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ، په دغو مرستو کې خوراکي او غير خوراکي توکي شته او په هغو بې ځايه شويو کورنيو باندې چې ددغې ادارې له خوا سروي شوې وې ، وويشل شول .
له بې ځايه شويو کورنيو سره ددغو مرستو دويشلو بهير دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل