امنیت

دالقا عده يو غړى د افغا نستان په ختيځ کې ووژل شو.

کابلباختر دثور١١
دالقاعده شبکې يو غړى د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې د ناټو د هوايي بمبارۍ له ا مله ووژل شو.
دناټو جنګي الوتکو نن له غرمې وروسته ديوې بجې په شاو خواکې د وايګل ولسوالۍ په همشول سيمه کې په سلمان عرب  دده په پټنځي بريد و کړ او له يو بل ملګري سره يې ووژل شو .
دنورستان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالکريم عمريار له باختر ا ژانس سره په اړيکه کې د القاعده شبکې د غړي سلمان عرب وژل کيدل تا ئيد کړل او ويې ويل چې ده د افغانستان د ختيځ په ځينو سيمو په تيره بيا په نورستان ولايت کې دزياترو ترو رستي بريدونو رهبري په غا ړه لرله .
ويل کيږي چې د القاعده شبکې دغه غړي د ترورستي بريدونو درهبرى ترڅنګ  د افغانستان په ختيځ کې د القاعده اود نورو ترورستي ډلو افرادو ته دجنګي وسايلو اود مالي امکاناتو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود.
دنورستان ولايت امنيه قوماندان وايي چې دسلمان عرب وژل کيدل به د افغانستان په ختيځ په تيره بيا په نورستان کې د ترورستي ډلو په تيره بيا د القاعده فعاليت کم کړي.
دافغان سيمه ييزو مقاماتو استخباراتي اطلاعات څرګندوى چې په سلمان عرب کله يې چې غو ښتل  په خپل پټنځي کې دځينو ترورستي بريدونو پلان جوړ کړي بريد وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته