کابل باخترلړم د مياشتې ٢٨ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې نن د يوه سړک د جوړولو کار پيل شو.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړک د دريو کيلومترو په اوږدوالي د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پرمختيايي پروګرام له خوا د څه دپاسه درې ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت دننګرهارولايت په کامې ولسوالۍ کې پخيږي.
بهزاد زياته کړه: د دغه سړک د کار په بشپړيدو سره د کامې و لسوالۍ له مرکز سره د دوو کليو د اوسيدونکو د تګ راتګ ستونزې لرې کيږي.
پاىج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ