خبرونهفرهنګ

په غزني کې د نقاشۍ او رسامۍ ۳ ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل، د مرغومې ٢٨مه، باختر

د غزني په نوآباد ښار ګوټي کې د همتا ګالرۍ له لوري په دغه ولایت کې د نقاشۍ او رسامۍ ٣ ورځنی نندارتون جوړ شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل، چې یاد ریاست به په غزني کې له ټولو هنرمندانو څخه ملاتړ وکړي او پام کې لري، چې په نږدې راتلوونکي کې په دغه ولایت کې د نقاشۍنندارتون جوړ کړي.

ورته مهال د همتا ګالري مسوول علي شاه همتا وايي، چې د ٤٠ په شاوخوا کې رسامي او نقاشۍ آثار یې د غزني ښاریانو او فرهنګپالو ولس ته په دغه نندارتون کې نندارې ته ايښي دي.

هغه وویل، چې له دغه نندارتون څخه یې موخه د نقاشۍ او رسامۍ دود ته وده ورکول دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا