خبرونهاقتصاد

په غزني کې د نړیوال بانک ۵۰۰ ټولګتې پروژې نېمګړې پاتې دي

 کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، په غزني ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سیمه ییز چارواکو د خپل کلني راپور ورکونې په غونډه کې وویل چې په دغه ولایت کې ۵۰۰ هغه ټولګتې پروژې چې مالي ملاتړ کوونکی یې نړیوال بانک و، نېمګړې پاتې دي.

د غزني د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولین وايي چې د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره په هېواد کې، ۵۰۰ هغه ټولګتې پروژې چې په کې د ښوونځیو د ودانیو رغول، د اوبو او برېښنا رسول، د کار په بدله کې د پیسو ورکول او ملي سترخوان و، نیمګړې پاتې دي.

یاد چارواکي دغه پروژې چې مالي ملاتړ کوونکی یې نړیوال بانک و، د غزني د خلکو لپاره حیاتي بولي او له نړیوال بانک څخه غواړي چې خپلي نېمګړې پروژې دې بېرته پيل کړي.

د چارواکو په خبره، له یادو پروژو څخه د یو شمېر کار یې تر ۹۰ سلنه زیات بشپړل شوی او ګټې اخیستنې ته تیارې دي.

د کلني راپور ورکوني په غونډه کې د غزني د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست مسئولینو خپلې لاسته راوړنې او ستونزې هم له ګډونوالو سره شریکې کړې.

آریا، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا