امنیت

په هرات ښار کې ديوه تروريستي بريد مخه ونيول شو .

کابل باختر د ثور پنځمه :
په هرات  ولايت کې ديوه تروريستي بريد مخه ونيول شوه .
دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په خپل وخت  په يوه اقدام سره په چاوديدونکو توکوبار يوه ريکشا چې دريموت کنترول په سيستم عيار شوي  و  او تروريستانو غوښتل ددغې ريکشا په واسطه دهرات ښار ديوولسمې ناحيې دشيدايي ښارګوتي په يوه ګڼ ميشته سيمه کې تروريستي بريد ترسره کړي هدف ته له رسيدو مخکې کشف او له عامل سره يې ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته