کابل باختر د سلواغې ٤ نيټه :
د فراه ښار په سلګونو تنو اوسيدونکو پرون د يوه ملکي وګړي د وژل کيدو په خاطر د فراه رود په لويه لاره کې د والي د دفتر په وړاندې مظاهرې وکړې.
د فراه د والي وياند د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د فراه ښار په سلګونو تنو
اوسيدونکو داعتراض په ډول د والي د دفتر په وړاندې مظاهرې وکړې او د والي په دفتر يې د ډبرو په غورځولو سره تاوتريخوالى رامنځته کړ.
امنيتي منسوبينو په هوايي ډزو او د اوبو د شيندلو د موټر په واسطه مظاهره کوونکي خواره، واره کړل.
مظاهره کوونکو د امنيې قوماندانۍ په لور خپل لاريون ته دوام ورکړ.
د دوى د دمظاهرو هدف پرون د فراه رود په لويه لاره کې د يوه ملکي په وژل کيدو اعتراض و. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل