امنیت

په بدخشان کې داردو دسرتيرو په کاروان دطالبانو بريد.

کابل باختر دغبرګولي  پنځلسمه :
په بدخشان ولايت کې دملي اردو دسرتيرو په کاروان دوسله والو طالبانو دبريد له امله څلور تنه پوځيان او يوملکي وګړى شهيدان شول .
دغه پيښه تيرماښام جرم ولسوالۍ بازار ته څيرمه رامنځته شوه .
دبدخشان ولايت دجرم ولسوال نور اقا دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې دملي اردو څلور تنه پوځيان اويوملکي وګړى شهيدان شوي دي.
په دې بريد کې وژل شوى ملکي دسيمې يوه اوسيدونکې ځوانه ښځه بلل شوې ده.  له بلې خوا دبدخشان ولايت يو امنيتي مسوول  وايي چې په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته هم دسردروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې څرګند نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته