(PS)خبرونه(PS)ورزش

په غزني کې د ١٨ کلنو کم عمره لوبغاړو د فوټبال جام سيالۍ پيل شوې

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د غزني ولايت د ورزش آمريت په همغږۍ د جاغورو ولسوالۍ د ناوې، پاتو او دهمرده ګلزار کليو د١٨ کلنو کم عمره لوبغاړو د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د حوتقول کلي په برادران جعفري ميدان کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست وايي چې د دغو سياليو د پيل لوبه د  برادران جعفري او جاغوري يونايت لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د جاغوري يونايت لوبډلې  ٦-٢ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د يادونې وړ ده په دغو سيالیو کې هره ورځ دوې لوبې ترسره کېږي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

صديقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا