فرهنګ

فاضل سانچارکي : ښځې او نجونې دې بايد خپل مقام دعلومو په زده کړې او دمهارتونو په ترلاسه کولو سره وټاکي .

کابل باختر دکب  يو ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي نن په يوه غونډه کې دهېواد له ښځو اونجونو څخه وغښتل چې دمهارتونوپه زده کړې  سره يې دې خپله مسلکي پوهه زياته کړي چې په بيلابيلو  ټولنيزو برخو کې دهغوى دشتون زمينه برابره شي .
په دې غونډه کې چې دافغانستان لپاره دانکشافي اوبشري مرستې  او دکليد ګروپ له خوا په رسنيو کې دښځو دځواکمن کولو د پروګرام دلومړي پړاو دپاى ته رسيدو او دهغه ددويم پړاو دپيل تر عنوان لاندې جوړه شوه فاضل سانچارکي خبرې وکړې او له ښځو او نجونو څخه يې وغوښتل له هغو فرصتونوڅخه چې دعلمي روزنيزو بنسټونو او موسسو له خوا ددوى دمهارتونو او دظرفيت دکچې دلوړولو په برخه کې ورته برابريږي . زياته ګټه واخلي او دمهارتونو په زده کړې سره دې خپله مسلکي پوهه زياته کړي او په خپلې پوهې او ځواکمنۍ سره  په خپله په بيلابيلو ټولنيزو برخو کې خپل مقام وټاکي .
ځکه په بيلابيلو ټولنيزو برخو کې دښځو اونجونو شتون يواځې دځواکمنيو دزياتوالي او دمهارتونو دترلاسه کولو له لارې امکان لري .
دده دڅرګندونوله مخې، دهېواد ښځې او نجونې دې بايد له فرصتونو څخه په استفادې سره په علمي لخاظ  ځان دزمانې له اړتيا سره سم چمتو کړي چې په بيلابيلو  ټولنيزوسياسي اوفرهنګي  برخو کې دهغوى دجذب او شتون زمينه برابره شي .
فاضل سانچارکي دغه راز له خبريالانو څخه وغوښتل چې دخبر رسولو په برخه کې دې خبري اصول او معيارونه هير نه کړي ځکه دخبريالۍ  دمسلک مثبتې اومبارکي پايلې  دهغه په اصولو ، اساساتو او معيارونو کې نغښتي دي خو له بده مرغه  چې په ځينو رسنيو کې ورته پاملرنه نه کيږي .
په دې غونډه کې دغه راز  دافغانستان لپاره دانکشافي  او بشري خدمتونو او دکليد ګروپ دموسسې رييسې نجيبې  ايوبي  هم خبرې وکړې اوددغه بنسټ دکار زده کوونکو دلارې پرسر دپرتو امنيتي ستونزو له امله يې انديښنه څرګنده کړه چې له امله يې په ولايتونوکې ددغه بنسټ يوشمير مسلکي کار زده کړې له خپلو مسلکونو څخه تيريدوته اړ شوي دي .
  په همدې ترتيب دژورناليستو ښځو دټولنې رييسې شفيقې  حبيبي ، دمدني ټولنې غړي حميد ځاځي او دافغانستان لپاره دانکشافي اوبشري خدمتونو او دکليدګروپ  دموسسې دبنسټ دوو تنو کارزده کړو هم خبرې وکړې او په ټولنه کې  دښځو دفعاليتونو دلارې پرسر پرتې ستونزې يې په ګوته کړې او په پاى کې دهغه تفاهم ليک له مخې  چې څه موده مخکې داسيا بنسټ په مالي ملاتړ داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت  دخپرونو دچارو معينيت او دافغانستان  لپاره دانکشافي اوبشري موسسې ترمنځ لاسليک شو چې له امله يې  په در ې شپيتو تنوښځينه خبريالانو چې دژورناليزم  په برخه کې يې دليسانس په سوپه دزده کړو سندونه لري او دهېواد له مرکز اوپنځو ولايتونو څخه په څلورو مياشت کې دخبريالى  دعملي زدکړې لارې چارې زده کړې دي او دغه موده يې په برياليتوب سره تيره کړې وه تصديق ليکونه وويشل شول .
ختم _   عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته