خبرونهامنیت

په غزني کې د پولیسو د ظرفیتونو لوړولو سیمینار پای ته ورسېد

 کابل، د وږي ۲ مه، باختر

د ظرفیت لوړولو درې ورځنی سیمینار د غزني پولیسو لپاره جوړ شوی و، چې پرون پای ته ورسېد.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې، په دې سیمینار کې د غزني ښار د امنیتي حوزو آمرینو او د پولیسو یو شمېر قوماندانانو ګډون کړی و.

د غزني د امنیې قوماندانۍ د منسوبینو د ظرفیتونو لوړولو سیمینار د جوړولو هدف د امنیه قوماندانۍ د پولیسو مسلکي کېدل بلل شوي دي.

په دې سیمینار کې د غزني امنیې قوماندانۍ منسوبینو ته له خلکو سره د چلند، د پوستو جوړولو او د اداري اصولو په اړه لوست ورکړل شو.

د سیمینار په پای کې د غزني د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي نصرت الله خادم پر فارغانو د فراغت سندونه ووېشل.

ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا