
کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د غزني سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ ښوونځیو ودانۍ د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونو ۳۹۱ زره ۸۷۵ افغانیو په لګښت بیا ورغول شوې.
د غزني سیمه ییزو مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ښوونځیو یادې ودانۍ د دغه ولایت په اندړو، قره باغ، ده یک، خوګياڼي، واغظ، خواجه عمري، مقر، آب بند او ګېلان ولسوالیو کې بیا رغول شوې، چې ۸ میلیونه ۳۹۱ زره ۸۷۵ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دغو ښوونځيو د ودانیو چارې د روان کال د لړم په ۲۸ مه پیل او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ص