امنیت

يوه زياته اندازه نشه يي توکي کشف شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٣
د بغلان پوليسو تېره شپه يوه زياته اندازه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو نشه يي توکوکې ٣٠٩ کيلوګرامه چرس شته چې د تاله او برفک په ولسوالۍ له بارولو وروسته او د ډبرو سکرو ترمنځ د هغه په پټولو سره کله چې کابل ته ليږدول کيدل؛ دخنجانو ولسوالۍ دملخانو په ساحه کې کشف او ترلاسه شول.
ده زياته کړه: د موټر چلوونکى د شپې له تورتم څخه په استفادې سره وتښتيد او پيښه د پوليسو تر څيړنې لاندې ده.
بشارت زياته کړه: د روان کال په بهيرکې دبغلان ولايت په بېلابېلو سيموکې د ٢٣ جلاجلا پيښو په بهيرکې ٨٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شوي دي او ٢٤ تنه له اوو وسايطو سره هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته