سیاست

جمهور رئیس غني د برتانیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  نن له غرمې مخکې د برتانیې د نوي سفیر نیکولاس کي باورلیک، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني او د برتانیې نوي سفیر په بېلابېلو برخوکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئیس په افغانستان کې د برتانیې نوي سفیر نیکولاس کي ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د هېواد جمهور رئیس په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د برتانیې د مرستو او په افغانستان کې د غوڅ د ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هغه هېواد د ځواکونو له ونډې مننه وکړه او د هغوی هلې ځلې یې وستایلې.
د برتانیې نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه خوښي وښوده او ويې ویل چې د خپل ماموریت پرمهال به د افغانستان او برتانیې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته