امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
په فارياب ولايت کې لس تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه پرون ناوخته د قيصار ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والوطالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
د فارياب ولايت د سيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شول.  ويل کيږي؛ په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته