
کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر
د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د “مثبت فکر” ترعنوان لاندې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د المپیک کېمټې او سپورټ عمومي ریاست ويلي، چې دغه سیالۍ د ګيرو ولسوالۍ د واحد کلي په ورزشي لوبغالي کې د سپورټ آمريت له لوري د “مثبت فکر” ترعنوان لاندې په لاره اچول شوې، چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي.
د دغه ریاست په وینا، د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې احد ظاهر شاه لوبډلې حيدري لوبډلې ته د ٢-٠میدانونو او دوهمه لوبه کې احد شېر احمد لوبډلې حمدالله لوبډلې ته د ٢-٠ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
د دغو سياليو موخه د ګيرو ولسوالۍ د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ يووالى، فکري رغونه او بدلون رامنځته کول ښودل شوې ده.
صدیقي