
کابل، د وږې ۶مه، باختر
په غزني کې له کرکټ آمریت سره د ۱۴ ثبت شویو کرکټ کلبونو ترمنځ د انټرکلپ جام تر عنوان لاندي ۳۰ اوریزي سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د کرکټ آمر عبدالودود پکتیال وايي، چې یادې سیالۍ به د ۳۰ ورځو لپاره دوام وکړي او غوره ټیم به د زون په کچه په انترکلب جام سیالیو کې برخه واخلي.
پکتیال په غزني کې د کرکټ لوبو لپاره د میدان له نشتوالي خبره کوي او وایي چې په دې وروستیو کې سیمه ییزې ادارې د کرکټ لوبو لپاره یوه اندازه ځمکه د موقت مودې لپاره په اختیار کې ورکړې وه، خو د سیمې قومي مخورو له لوري ورباندې بندیز لګېدلی دی.
په غزني کې د کرکټ لوبې مسوولین له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د کرکټ لوبو لپاره په دغه ولایت کې معیاري میدان جوړ کړي او زیاتوي چې په غزني کې هم د یادې لوبې غوره لوبغاړي شتون لري او لرې به نه وي چې له دغه ولایت څخه هم، لوبغاړي ملي ټیم ته لاره پیدا کړي.