امنیت

طالبانو په کونړکې يو سرتيرى وواژه

کابلباختر دسنبلي٥
وسله والوطالبانودپو ليسو يوسرتيرى په کونړ ولايت کې وواژه.
افضل چې دنورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ کې د يو پوځي ټولګي د پوليسو سرتيرى و؛ تيره شپه د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.
دپوليسو دغه سرتيرى دوه ورځې مخکې کله يې چې غوښتل د نورستان ولايت له مرکز پارون ښار څخه د جلال آباد ښار ته سفروکړي؛ د کونړ ولايت په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوى و.
د نورستان ولايت يوه مسوول له باخترآژانس سره په اړيکه کې تاييدکړه چې دغه سرتيرى د سله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.
ده وويل چې امنيتي مامورينو ددغه پوځي د وژنې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
له بلې خوا ددغه سرتيرى  پلار اختر محمد له دولت څخه وغوښتل چې د ده د زوى د وژنې عاملين ونيسي اومجازات يې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته