کابل باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پوهنې کال په خاطر د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې د یوه ښوونځې د جوړولو لګښت ومانه.
دجمهوررئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : په دې اړه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې لومړی د پایتخت زون د پراختیا خپلواکې ادارې سرپرست فرهاد جلالزي د یاد ښوونځي په اړه چې ۳،۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، معلومات ورکړل. وروسته جمهوررئیس دمالیې وزارت معین خالد پاینده ته د ذکر شوي ښوونځي د جوړولو پیسې تسلیم کړې او ويې ویل: سږکال د پوهنې کال دی او هیله لرم دغه پیسې چې ما د دې ښوونځي د جوړولو په خاطر ورکړې د هر افغان لپاره چې د ښوونځیو او پوهنتونود جوړولوتوان لري، یوه بېلګه واوسي.
هغه له ټولو والیانو او ښاروالانو وغوښتل چې د پوهنې کال د عملي کولو په خاطر د ښوونځیو جوړولو عمومي اشر پیل کړي او دغه راز یې له هغو وطنوالو څخه مننه وکړه چې د ښوونځیو جوړولو لپاره خپلې ځمکې ورکوي. د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د ښوونځیو په جوړولو کې اغېزناک ودانېز میتودونه او محیطي شرایط په پام کې ونیسو. هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې دغه ښوونځی د شهید حشمت کرزي په نوم ونوموي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل