خبرونهښوونه او روزنه

په غزني کې د ۵ لومړنیو ښوونځيو دروازې پرانیستل شوې

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د پنځو ابتداییه ښوونځيو دروازې پرانیستل شوې، چې سلکونه زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د غزني د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په سږ تعلیمي کال کې، پنځه ابتداییه ښوونځي په دغه ولایت کې نوي پرانیستل شوي دي.

منصور زیاته کړه، چې له دغو پنځو ښوونځیو څخه یې ۲ په ناوې، ۲ په اندړو او یو ښوونځی په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نوي پرانیستل شوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ورته د زده کړو برخه کې هېڅ پاملرنه نه وه شوې.

د نوموړي په وینا په دغو پنځو نویو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او داسې نورې لرې پرتې ولسوالۍ هم شته چې اړتیا ده تر څو نوي ښوونځي په کې پرانیستل شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا