
کابل، د زمري ۱۴مه، باختر
د غزني ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ ” د قران پاک د دفاع ” تر سرلیک لاندې د کیک بوکسنګ نهمه دوره یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګوریو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او یوه ورځ یې دوام وکړ.
هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو په پای کې په مختلفو کټګوریو او وزونونو کې ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل او همداراز غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
صدیقي