امنیت

د هرات والي: پر غوریانو ولسوالۍ کې د طالبانو بريد پر شا وتمبول شو

کابل / د چنګاښ١٠مه / باختر
د هرات چارواکي وایي، پرغوریانو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییز بريد له ماتې سره مخ شو.
د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د ٧ غړېو په ګډون د دغې ډلې ١٠ نور وسله وال وژل شوي دي.
قانع زیاته کړه: تېره شپه وسله والو طالبانو پر غوریان ولسوالۍ پراخ بريد وکړ. لومړی یې د موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې یې وسله وال برید پیل کړ. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانې له غوریانو ولسوالۍ دفاع وکړه او بريد يې پر شا وتمباوه.
قانع وويل: په دغو نښتو کې یو سرتیری ووژل شو او ٣ نورټپیان شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته