
-کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د غزني د اقتصار ریاست مسوولینو ولس ته د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د شریکولو په غونډه کې وویل، چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو موسسو له لوري د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره د ۹۰ پروژو چارې روانې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اقتصاد ریاست مسوولینو زیاته کړه، چې دغه پروژې د ۴۲ کورنيو او بهرنيو موسسو له لوري په روغتیا، ښوونې او روزنې، اقتصاد، د کلیو، بیا رغونې او پراختیا برخو کې کار کوي.
هغوی زیاته کړه، چې سږ کال په دغه ولایت کې د غیر دولتي موسسو له لوري ۲ زره ۵۰۰ کسانو ته په قراردادي توګه او ۱۴ زره ۸۲۸ کسانو ته په مؤقتي ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
مسوولینو ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به د بې وزلۍ د کمولو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
لمر