ټولنه

داروپا داتحاديې لس کلن کړه وړه وستايل شول .

کابل باختر  دوري نهمه :
  دکرنې او اوبو لګولو وزارت داروپا اتحاديې لس کلن کړه وړه چې دکرنې دپراختيا لپاره ترسره کړي دي وستايه .
  دکرنې او اوبو لګولو وزارت باختراژانس ته خبرورکړ: داروپا اتحاديه دکرنې او اوبو لګولو وزارت نږدې ملاتړ کوونکى دى چې  دکرنيزو تخمونو ، حيوا ني روغتيا ، مالداري توليداتو ،  دبڼوالې د  صنعت دپراختيا ، کرنيز احصائيې  او دبازار داطلاعاتو ، دخوراکي مصوونيت دهراړخيزې  مرحلو په طبقه بندۍ او دظرفيت جوړولو په برخو کې  دکرنې له وزارت سره  همکاري لري  په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه دکرنې او اوبو لګولو وزارت معين  فهيم الله ضيايي ، دملګروملتو دخوړو او کرنې دسازمان رييس توميورشيچري او په افغانستان کې داروپا داتحاديې سفير فرانزميشل  ميلبن ددغې  غونډې ګډون کوونکي و .
په يوه بله پرمختيا کې  نن په افغانستان کې دکرنې دپراختيا او دتوليد دارزونې لپاره دبسنټونو دظرفيت دښه والي دپروژې  دزده کړې  لومړى پروګرام پيل شو .
په افغانستان کې دکرنې دپراختيا او دتوليد داروزني لپاره د بنسټونو دظرفيت دښه والي پروژه ، داوبو ، خاورې ،  بوټي او له ځمکو څخه داستفادې دڅرنګوالي په باب دمعتبرو معلوماتو او ارقامو ته يې دلاسرسي  په موخه جوړ شوى دى .
  دغه پروژه دملګروملتو دخوړو اوکرنې دسازمان  اف –اې- او  او داروپا داتحاديې د ٥ر٢ مليون يورو مالي مرستې په همکارې ترسره شوې ده .
  دغه پروژه  دتوليد دسيستم دڅيړنې او تحليل ، دڅارنې لپاره دبنسټيزو او فني ظرفيتونو دپياوړتيااو دځمکي دمنابعو داطلاعاتو ، دزراعتي  څارنې  دپياوړتيا ، تجزيه او تحليل ، ارتباطاتو  او دکرنې په برخه کې دتصميم نيولو لپاره دارقامو او اطلاعاتو څخه داستفادې  او دخوړو دمصوونيت په سيمه ئيزه کچه داطلاعاتو استفاده او مديريت او دپروګرام جوړولو دبهير دښه والي لپاره داطلاعاتو شريکول  او دملي پروژو دتطبيق  او څيړنې پياوړتيا په مقصد تطبيقيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته