امنیت

لس طالبان په پکتيا کې ووژل شول

ګرديز / د چنګاښ ١٩مه/ باختر
د دوو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون لس وسله وال طالبان پکتيا کې له پوځيانو          سره په نښته کې ووژل شول.
جګړه نن سهارهغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دآريوب ځاځيو پريوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
د پکتيا يو امنيتي مقام له باخترآژانس سره په ټيلفوني اړيکه کې دغه نښته  تائيد کړه.
ده وويل: په دې نښته کې  د وسله والو طالبانو د ډلې  د دوو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون لس طالبان ووژل شول چې په وژل شويو کسانوکې  د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په پکتياکې د يو پاکستاني په ګډون دوه ډاراچوونکي ووژل شول.
دغه ډاراچوونکي پرون ناوخته کله چې په څمکنۍ ولسوالۍ کې په يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت و، د پوځيانو له  لورې پرې ډزې وشوې.
د پکتيا پوليس وايي د يو وژل شوى طالب له  جيب څخه ترلاسه شوي اسناد ښيي چي د پاکستان اوسيدونکى  و.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته