امنیت

وسله والو کسانو په پروان کې ديو واده مراسم په ماتم بدل کړ .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
دپروان ولايت په بګرام  ولسوالۍ کې دواده په مراسمو کې دوسله والې  جګړې له امله يوتن ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم باختر اژانس ته وويل دواده دغه مراسم د پروان ولايت دبګرام ولسوالۍ دجان قدم په کلي پرځاى شوى و چې دوسله والو کسانو ترمنځ نښته  رامنځته شوه چې له امله يې يوتن ووژل  شو او دزوم په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه پوليسو  ددغې پيښې په اړوند څلور تنه نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته