امنیت

دداعش په ډلی پوری اړوند یو تونل ویجاړ شو.

کابل باختر دجوزا     ۲۰
دایتلاف دځواکونو دهوایی ډزو له امله دداعش دډلی یو تونل ویجاړ او له منځه تللی دی .دملی دفاع وزارت مطبوعاتی دفتر دباختر آژانس خبریال ته وویل :پرون دننګرهار ولایت هسکې مينې ولسوالی پوری  اړوند د بنګیانوپه ساحه کی دایتلاف دځواکونو جټ الوتکی دداعش د ترورستی ډلو په پټنځایونو هوایی ډزی اجراکړل چی له امله یی ددوی یو تونل له منځه یوړل شو.
دغه راز ډار اچوونکو پرون دننګرهار دمومندری ولسوالی  دګردی غوث دساحی  په یوه کنډواله کی دوسایطو ضد څوارلس ماینونه دویجاړوونکی او ترورستی اعمالود اجرا کولو په سبب  ځای پرځای  کړی و،چی له چاودنی مخکې دامنیتی ځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړی شوی دی .شکریه/خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته