سیاست

جمهور رئیس غني: طالبان دې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

کابل/باختر د لړم د مياشتې ١٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت له عالمانو، متنفذینو او قومي مشرانو سره وکتل .
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دوی د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي، د لویو لارو د امنیت د تامین، د ټاکنو په پایله کې د لاسوهنې مخنیوي او  د شفافیت رعایتولو، د بندونو او سړکونو رغاولو، د ارګون د ماسټر پلان د تطبیق، په دولتي ادارو کې د پکتیکا د ځوانو کادرونو د استخدام، عالمانو او دیني علومو ته د پاملرنې او دویمې درجې ته د پکتیکا د ولایت د ارتقاء په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس د پکتیکا له ولس څخه د وطن د دفاع او ساتنې او د سولې په اړه د عالمانو له متفقې فتوا له امله مننه وکړه چې په پایله کې یې حکومت د اوربند تصمیم ونیوه او د همدغه اوربند له امله زموږ ملي یووالی ثابت شو.
هغه وویل پکتیکا د شخړو، نا امنیو او بې اتفاقۍ وطن نه دی، بلکه د وحدت، یووالي او عزت سیمه ده او د دغو ټولو ارزښتونو د پالنې له امله پر تاسې ټولو ویاړ کوم.
جمهوررئیس غني وویل چې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې کمبود وجود لري او په دې برخه  کې له تاسې غوښتنه کوم چې خپل ځوانان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې شمولیت ته وهڅوئ.
جمهوررئیس همدا راز وویل چې د لارو د خلاصول زموږ په  لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې د اړونده مسئولینو ترڅنګ د ولسونو رول هم موثر دی.
جمهوررئیس وویل: له سیاسې اړخه د سولې زمینه برابره شوې ده، اسلامي نړۍ او سیمه سولې ته چمتو ده، موږ له پاکستان سره سوله غواړو او پاکستان باید په دې پوه شي چې باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی.
هغه وویل چې، طالبان دې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي ځکه چې موږ د سولې اختیار پردیو ته نه ورکوو.
جمهور رئیس غني تېرو ټاکنو ته په اشارې وویل چې، د خلکو ونډه د قدر وړ ده او د ټاکنو دواړه  کمیسیونونه د شفافیت د تامینولو لپاره ژمن دي ترڅو د ولس له ارادې څخه ساتنه وشي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته