ورزش

د پيام آسيا ټيم په هرات کې لومړى مقام وګاټه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٣٠ :
په هرات کې د فوټبال سيالۍ په لومړي مقام کې د پيام آسيا د ټيم په ځاى پرځاى کيدو سره پرون پاى ته ورسيدې.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې دوه مياشتې مخکې د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې وې؛ په پاى کې د پيام آسيا ټيم د اووه ويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او د آرش او د هرات باستان ټيمونو هر يو د درې ويشتو درې ويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او دريم مقامونه وګټل.
دغه راز د پيام آسيا له ټيم څخه جواد د يوولسو ګولونو په وهلو سره د دغو سياليو  د ګولونو د ښاغلي په توګه وپيژندل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته