سیاست

هېواد ته په بهرکې د بند پاتې شويو افغانانو د لېږد بهیر

 کابل/ د غویي ١٢ مه / باختر
هېواد ته د هغو افغانانو د لېږد بهیر دوام لري چې د کرونا ویروس د خپريدو له امله یې د الوتکو الوتنې لغوه شوي اوبند پاتې وو.
دبهرنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
تر دې دمه ۸۲۰۳ تنه افغانان چې په هند او متحده اماراتو کې بند پاته وو را انتقال شوي دي.
دغه هېوادوال د پنځلسو الوتنو په واسطه له هند او د اته ویشتو الوتنو په واسطه له متحده عرب اماراتو څخه وطن ته راستانه شوي دي.
د دغو الوتنو په پایله کې چې د کام ایر او آریانا افغان شرکتونو له لوري ترسره شوي دي له هند څخه ۴۵۰۰ او له متحده اماراتوڅخه ۳۷۰۳ تنه افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.
همدارنګه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اړیکې له سعودي عربستان سره هم دوام لري چې له عربستان څخه هغه افغان مسافر چې بند پاتې دي او افغان بندییان په نږدې راتلونکې کې را انتقال کړي.
ټاکل شوې ده چې د بهرنیو چارو وزارت له نورو هېوادونو سره په دوامدره توګه په اړیکه کې ووسي چې  د بند پاتې شویو هېوادوالو د لېږدولو زمینه برابره کړي.
ختم- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته