سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس په افغانستان کې د ناټو د ځواکونوله لوى قوماندان سره د امنيتي حالت په باب خبرې وکړې

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس نن په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو له لوى قوماندان جنرال کيمبل سره وکتل او د هېواد د امنيتي حالت په باب يې ورسره خبرې وکړې او له ډار اچونې سره په غوڅې او هميشنۍ مبارزې باندې يې ټينګار وکړ.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وويل چې د ملي وحدت حکومت به په خپل ټول توان سره د هېوادوالو د امنيت د تامينولو او د هغوى د ستونزو د حل کولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي  او د سالمې ، اغيزمنې  او د افغانستان خلکو ته په خدمت د ژمنې ادارې جوړول په هېواد کې د نوي نظام  کاري لومړيتوبونه وبلل .
د ناټو د ځواکونو لوى قوماندان جنرال کيمبل هم له  ډار اچونې سره دمبارزې په لاره کې دملي وحدت دحکومت له  هڅو سره د ملاتړ په څرګندولوسره ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه دپخوا په شان له افغانستان سره خپل هر اړخيز او بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي او اجازه به  ورنکړي چې دغه هيواد به بيا په  نړۍ کې دتروريزم په مرکز بدل شي .
دغه راز ده د ملي وحدت دحکومت د کابينې دغړو د فهرست مشخص کيدل يو مثبت ګام وباله او هيله يې وکړه چې د نوې کابينې د کار په پيل کيدو سره د خلکو زياتره انديښنې او په افغانستان کې زيات شمېر ستونزې اوچلنجونه حل اوله منځه لاړ شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله په بېلابېلو مواردوکې د نړيوالې ټولنې د همکاريو له امله   د قدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې د افغانستان خلک او د ملي وحدت د حکومت مسوولين په هېوادکې دامنيت دتامينولو اوپه افغانستان کې د ډله ييز سوکالۍ د زمينې  د برابرولو په لټه کې دي او هلې ځلې به وکړي چې په هېوادکې سوله اوثبات تامين شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته