کابل باختر د تلي شلمه :
دقندهارولايت دميوندولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسودځواکونواو طالبانو ترمنځ دجګړې له امله يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نوريې ټپيان شول .
دقندهاردوالي وياندصميم خپلواک دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه جګړه تيره شپه له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې طالبانود ميوندولسوالۍ دسوريغل په ساحه کې دپوليسوپه پوستودبريدنيت درلود.
خبرځاى وويل : ددغې جګړې په بهيرکې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه نته نوريې ټپيان شول او دطالبانويوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
په دې عملياتوکې امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ