امنیت

دغزني ښار يو صراف و وژل شو

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
يو وسله وال سړى نن دغزني ولايت دصرافي سراى ته ننوت او يو دوکاندار يې وواژه.
دغزني ولايت امنيه قوماندان زړه ور زاهد باختر آژانس ته وويل يو سړى نن سهار دغزني ښار دصرافى سراى  ته ننوت او دکربلايي ناظر په نامه ددغه سرايي دوکاندار يې په ډزو سره وواژه.
يرغلګر دسراى  له ساتوونکو سره په نښټه کې ټپي او دخلکو له خوا ونيو شو.
پوليس دپيښې څرنګوالې څيړى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته