سیاست

دبهرنيوچارو وزارت ويندوى: د يوشمېرانتخاباتي کانديدانوسندونه ترڅيړنې لاندې دي

کابلباختر د ميزان ٢٨
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د يوشمېرکانديدانو سندونه، د تابعيت د سندونو له څيړنې وروسته د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته ليږل شوي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون د انتخاباتو د کانديدانو د ابتدايي لست په اعلامولوکې د ځنډ دليل د بهرنيوچارو وزارت پورې مربوط بللى دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې موسي زي په دې باب وويل: د بهرنيو چارو وزارت په مشرۍ ګډکميسيون چې دجمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د کانديدانو او د هغوى دمرستيالانو د تابعيت دسندونو دڅيړنې په خاطر جوړ شوى دى او دغه کميسيون يوشمېرسندونه څيړلي اودانتخاباتو خپلواک کميسيون ته يې ليږلي دي او يوشميرنور سندونه د کميسيون ترڅيړنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته