سیاست

فيضي: د اوباما په خبرو کې کومه ګواښنه نه وه

کابل_باختر د کب د مياشتې ٨ مه:
بارک اوباما له ولسمشر حامد کرزي سره په ټيلېفوني خبرو کې ويلي، چې امريکا کولى شي له ټاکنو وروسته له نوي حکومت سره امنيتي سند لاسليک کړي.
باخترآژانس ته په را رسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي:
د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د ټاکنو، سولې او د امنيتي سند په اړه ټيلېفوني خبرې وکړې.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې جمهور رئیس اوباما له جمهور رئیس کرزي څخه وغوښتل چې له ټاکنو مخکې دې ورسره امنيتي سند لاسليک شي.
فيضي زياته کړه، ولسمشر کرزي اوباما ته وويل، چې د افغانستان خلک او حکومت له امريکا سره د دغه تړون لاسليک غواړي، خو د سولې عملي پيل د دغه تړون د لاسليک لپاره مهم شرط دى ، د دې پروسې عملي پيل د تړون د لاسليک لپاره زمينه برابروي او د جګړې پلمه له منځه وړي.
فيضي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې يو شمېر رسنيو د اوباما له خولې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره کړې، وويل، چې اوباما په يادو ټيلېفوني خبرو دغه خبره داسې مطرح کړې، چې که چېرې افغانستان له امريکا سره امنيتي سند لاسليک نه کړي، نو په هغه صورت کې به بيا دوى د ٢٠١٤ کال له پاى ته رسېدو وروسته خپل سرتېري باسي، نه له هغه مخکې.
د ده په وينا، چې د اوباما په دغو ټيلېفوني خبرو کې کومه نوې خبره او يا اخطاريه نه وه.
فيضي زياته کړه: ((موږ د امنيتي تړون د لاسليک لپاره بېړه نه لرو، موږ وايو چې بايد د سولې د عملي خبرو لپاره خبرې وشي.))
د ایمل فیضی په وينا، ولسمشر کرزي بارک اوباما ته وويل، چې که له ټاکنو مخکې د سولې عملي پروسه پيل نه شي، نو امنيتي تړون به راتلونکى ولسمشر لاسليک کړي.
د فيضي په خبره، اوباما هم ولسمشر کرزي ته وويل، چې امريکا کولى شي امنيتي تړون له راتلونکي ولسمشر سره لاسليک کړي.
  د امريکا له لوري د سولې پروسې د عملي خبرو پيل او د افغانانو پر کورونو د بهرنيو ځواکونو د عملياتو نه کول د امنيتي تړون د لاسليک لپاره د افغانستان مهم شرطونه دي .
دا په داسې حال کې ده، پرون سپينې ماڼۍ اعلام وکړ، چې ولسمشر بارک اوباما د دفاع وزارت پينټاګان ته امر کړى، چې له افغانستان سره د امنيتي سند د نه لاسليک په صورت کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د ټولو سرتېرو د ايستلو لپاره پلانونه جوړ کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته